کوټه - د بلوچستان په مرکز کوټه کې وسله والو دوه هزاره ګان وژلي دي.
د سریاب تاڼې د پولیسو ویاند نذیر احمد د دوشنبې یا ګل پر ماسپښين وویل، پېښه پر سریاب سړک شوې. د ده په خبره، پر موټر سایکل سپرو وسله والو په رکشه پر ناستو دوو هزاره ګانو محمد نبي او غلام نبي ډزې وکړې او ویې وژل.
دواړه کسان په مچ کې د کویلې یا سکارو په کان کې مزدوران ول او د هزارګنجۍ له اډې څخه په رکشه کې کور ته روان ول چې د پېښې ښکار شول.
د بلوچستان اعلا وزیر نواب ثنا الله زهري پر پېښې د خپګان څرګندونه کړې او پولیسو ته یې امر کړی چې تښتېدلي وسله وال ژر تر ژره ونیسي.
تر دې مخکې د یکشنبې او دوشنبې پر شپه وسله والو د کوټې په هزارګنجۍ کې د لېوي امنیتي ځواک یو سرتېری هم وژلی وو.
د دواړو پېښو ذمه واري چا نه ده منلې.