کراچۍ: پښتانه دکاندران د خپل سوځېدلي مارکېټ تاوان غواړي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په کراچۍ ښار کې د ګولډ مارکېټ دوکاندارانو غوښتنه کړې چې د دوی په مارکېټ کې د لګېدلي اور پلټنه دې وکړي او تاوانونه دې ورکړي.
د کراچۍ ښار چارواکي وايي اتوار د ډېفنس په ګولډ مارکيټ نومي یو لوی کاروباري مرکز کې د اور لګېدو له کبله لږ تر لږه يو نيم سل دوکانونه سوځېدلي دي.په یاد مارکيټ کې د لسګونو دوکانونو مالک عبدالکبير اغا مشال راډيو ته وويل چې د يو دوکان تخمينه تر پنځوسو لکو پورې ده. په دغه مارکيټ کې زياتره دکانونه د پښتنو دي. حکومتي چارواکي وايي دوی د پېښې څېړلو لپاره پينځه کيسزه کميټي هم ټاکلې ده.
له کراچۍ د محمد عمران ویډيو