“د ځوانانو اسمبلۍ مو فکري روزنه کوي”

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

نننۍ پروګرام د ځوانانو نړیوالې ورځې ته ځانګړې شوی دی چې هر کال د اګست په دولسمه لمانځل کېږي. د دغه ورځې له مناسبت سره سم زموږ سره په پروګرام کې دوه مېلمنې دي. اولنۍ مېلمنه صایمه عمر ده چې د خېبر پښتونخوا د ځوانانو اسمبلۍ ناېب صدر ده. صایمه په پېښور پوهنتون کې په انټرنېشنل ریلېشنز کې د ماسټري ډګري تر لاسه کوي. هغه له مومندو سره تعلق ساتي. دوېمه مېلمنه هم د ځوانانو د صوبايي اسمبلۍ غړی میشا کلثوم ده. هغه په پېښور کې پاتې کېږي او په شهید بینظیر بهټو پوهنتون کې سبق وايي. میشا د سینټر فار اویرنیس، ټرېننګ اینډ ډویلپمنټ په نوم د یوې غېر سرکاري ادارې ناېب مشره ده. دواړه مېلمنې به په دې خبرې کوي چې د سیمې ځوانان له کومو ستونزو سره مخامخ دي، هغو څه چیلنجونه لري او د روښانه سباوون لپاره د دوی څه هلې ځلې دي. په دې کې د ځوانانو د اسمبلۍ په کردار هم خبری کوو.