زړګیه داغ به درله درکړم!

دوولسم اګست نولس سوه اته څلوېښتم کال د چارسدې بابړه، په زرګونو خداي خدمتګاران، د خپلو بېګناه ملګرو د نیولو پر ضد احتجاج، نه ټوپک، نه توره، د ازادۍ لټون او د ظالم په مخکې د حق اواز اوچتول، خو حق څوک مني؟

د هغه وخت وزیر اعلا قیوم خان کشمیرې فکر کاوه چې له خپل بادار سره د وفادارۍ ښودلو تر دې نه ښه موقعه بله څه کېدلای شي، نو امنیتي ځواکونو ته حکم ورکوي، د اور باران راښکې کېږي، یو پرېوځي، بل پریوځي، پینځه څلویښت منټه تېرېږي او د بابړې په خاوره د وینو څادر خورېږي. څوک وايي دوه سوه مړه شوڅوک وايي، څلور سوه مړه شو، څوک وايي شپږ سوه مړه شو ، خو د هشتنغر هره کوڅه ژاړي، هر یو کاڼی بوټی اوښکې تویوي، هر کور د غم کور دی، هر میدان يې د کربلا میدان دی.

د بابړې په میدان کې چې د زورور ټوپک اوچت شوی دی بیا راښکته شوی نه دی. د پښتنو پر خاوره هره ورځ د بابړې یادونه تازه کوي،افغان جهاد په میلینونو ځوانان وخوړل، وزیرستان، سوات، باجوړ، خېبر، پېښور، کویټه او مردان د بابړې پېښې نوي نوي شکلونه دي،نوي منظرونه دي، خو دښمن هم هغه پخوانی دی، ټوپک هم هغه پخوانی دی، کله څرګند مخې ته راشي او کله په پټ مخ راشي،کله یو رنګ واخلي او کله بل رنګ خو په ګولیو غلبېل سینه هم هغه ده، وینه هم هغه ده، سره او مقدسه وینه!

خو په دې اته شپیته کاله کې نه چا د بابړې ذکر وکړو نه يې د هغه شهیدانو په قبرونو څراغونه بل کړل نه يې د هغوی د کورنیو تپوس پوښتنه وکړه، نه يې ځوان کهول ته د هغوی د وینې تقدس وښودلو نه په کتاب شته، نه په نصاب کې شته، نه يې یادګار شته.

آیا دا خلک نه وو، انسانان نه وو، ارمانونه يې نه لرل، خوبونه يې نه لرل؟

د خزان وهلو ونو پاڼې وې، توپان پرې راغلو، تیرې شوې او هېرې شوې؟

ما دا فکرونه لیونی کړي، د لویې پښتونخوا په لارو کوڅو، غرونو او ورشوګانو وګرځم، په هشتنغر کې د بابړې او ټکر د شهیدانو په قبرونو راتېر شم، د ورانو شوو ګودرونو او ړنګو شویو کورونو کنډرونو ته وګورم هر لورته تیاره ده، بېوسي ده او د بارودو لوګي دي، څو اوښکې توی کړم او بیا خپل زړګي ته سر ورښکته کړم.

یو غلام نور څه کولې شي؟

زړګیه داغ به درله درکړم

که د بې ننګه یار دې بیا محتاجه کړمه