د کوټې په برید کې د وژل شوي کیمره چلوونکي ورور خبرې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

محمود خان د ډان نیوز په نوم د یوه پاکستاني شخصي ټيلېوېژن کیمره چلوونکی وو چې د اګست پر اتمه، د کوټې پر روغتون په ځانمرګي برید کې ووژل شو. د نوموړي ورور مفتي روزي محمد وايي، له زده کړو سره یې مینه وه نو ځکه یې د لېسانس یا بیچلرز تر کچې زده کړې وکړې او ماسټري کول یې هم غوښتل. مفتي روزي محمد د خپل ورور محمود خان په اړه له مشال راډيو سره خبرې کړې دي چې تاسې یې په ویډیو کې لیدلای شئ.