د پښتونخوا له نصابه د کالو خان په اړه مضمون ليري کړل شو
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د خيبر پښتونخوا حکومت د نهم ټولګي په يو کتاب کې د پښتون مبارز کالو خان په اړه مضمون ليري کړی دی. د مدني ټولنو ځينو غړو پر دې مضمون نيوکې کړي وي چې د مغلو پر ضد مبارزه کوونکی، کالو خان يې د اتل پر ځای د يو غل په توګه ښودلی وو.
د خيبر پښتونخوا د تعليم وزير محمد عاطف خان نن مشال راډيو ته وويل چې په نصاب کې د پښتنو اتلانو او نورو مسايلو په اړه ټول مضامين له سره اروزل کيږي او شوې غلطيانې به اصلاح کيږي. په دې اړه نور تفصيل د خالد خان په راپور کې اورېدای شئ.