غفور ليوال سره د هغه د نوي کتاب په اړه مرکه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

غفور ليوال د مشال ريډيو همکار بشير ګواښ سره د خپل نوي کتاب (افغانستان او انسان محوره سياست) په اړه په مرکې کې زياته کړه چې افغانستان کې د روانو جګړو پر مهال له بل هر وخته د دې خبرې اړتيا ډېره شوې چې سياستوال د قومي، ژبني او مذهبي ګټو پر ځای د انسانيت او انسانو په نظر کې نيولو سره خپل سياست وکړي.