د نواز شريف حکومت پر ضد بيا مظاهرې پيل شوي

مولانا طاهرالقادري او عمران خان

د پاکستان تحريک انصاف او پاکستان عوامي تحريک ګوندونه وايي له پرون راهيسې يې پينډۍ او لاهور کې پيل کړې مظاهرې به يې د غوښتلو تر منلو کېدو پورې دوام وکړي. تحريک انصاف دريځ لري چې موجوده حکمرانانو په درغليوو کې ککړو کسانو سره دې حساب وشي.

د پاکستان عوامي تحريک بياوايي چې د ۲۰۱۴ کال د لاهور ښار د ماډل ټاون پېښه کې ککړو کسانو ته دې سزاوې او دغه دوی وژل شوو غړو کورنيوو ته دې معاوضه ورکړل شي.

په ياده پېښه کې د پوليسو سره په نښته کې د پاکستان عوامي تحريک ۱۴ کسان وژل شوي وو.

د عمران خان او طاهرالقادري ګوندونو پخوا هم د مسلم لېګ (ن) د حکومت پر ضد مظاهرې کړي وي.

د سياسي چارو څيړونکی، سليم احمد وايي چې دې ګوندونه ته د احتجاجي مظاهرو له لارې څه ګټه نه رسي بلکه سياسي حکومت کمزوري کېدو له وجې په ملک کې بي ثباتي پيدا کيږي.

((دوی پخوا هم مظاهرې کړي دي. څه نتيجه يې مخې ته راغلې؟ آيا د دوی د مظاهرو له وجې درغلي ختمه شوې؟))

سليم احمد زياتوي چې سياسي ګوندونه بايد د پارلمان دننه پر دې مسايلو خبرې وکړي او هملته يې حل راوباسي.

ياده دي وي چې په ۲۰۱۴ کال کې هم پاکستان تحريک انصاف او پاکستان عوامي تحريک د نواز شريف حکومت پرضد په اسلام اباد کې څلور مياشتې احتجاجي ناسته کړې وه.

د سياسي چارو يو بل کارپوه اجمل خټک کشر وايي چې د دې ملک د سياسي مشرولۍ د محدود سوچ له وجې په پاکستان کې کله هم د تسلۍ وړ حالات نه دي پاتې، سياست د مفاداتو نوم ګرځيدلی دی نو دغه وجه ده چې حکومتي او اپوزيشن ګوندونه د ولس د ګټو پرځايي د خپلو ګټو لپاره کار کوي.