د افغانستان د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، نن سهار د ماین په چاودنه کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپی شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاني نن مشال راډيو ته وویل چې چاودنه نن سهار شپږ بجې د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیې کی د یوه دکان مخې ته شوې. نوموړی زياتوي چې په دې اړه پلټنې پیل شوې دي.
تراوسه چا د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.