په شمالي وزیرستان کې ناپیژندل شوو وسله والو د واڼه او ډیره اسماعیل خان پر مرکزي سړک په مڼو بار پنځه ګاډي سوځولې او پنځه کسان يې تښتولي دي.
د پولیټیکل انتظامیې یو چارواکي نن( جمعه) مشال راډیو ته ویلي چې ناپېژندل شوي وسله والو له واڼه و ډیره اسماعیل ته پر تلونکي لوی سړک د کرکڼې په سیمه پینځو ګاډو ته اور اچولی او پنځه کسان يې تښتولی دی.
د تښتول شوو کسانو د پیژندګلو په اړه لا څه نه دي ویل شوي.
تر اوسه هېڅ یوې وسله والې ډلې د برید ذمه واري نه ده منلې.