په شوکدر کې خیراتي مرکز روږدي کسان رغوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په شوکدر کې په نشه يي توکو روږدو کسانو او د ذهني ناروغانو لپاره یو خیراتي روغتیايي مرکز جوړ دی چې پکې دا مهال ۲۶ کسان تر درملنې لاندې دي. یو کس چې پخوا به یې نشه کوله، ګیله کوي چې خلکو به په بېلا بېلو نومونو یاداوه. ځېنې کسان چې له مرکزه رغول شوي اوس خپله مزدوري کوي. روغتیايي مرکز ته له مومندو او باجوړه هم روږدي کسان وروستل کېږي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.