صفي الله ستانکزی
د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشرۍ انتخاباتو کاندید ډونالډ ټرمپ له انتخاباتو نه د لاس اخېستو په خاطر د جمهوري غوښتونکي ګوند د لوړپوړو غړیو غوښتنه رد کړه.
له ټرامپ څخه وروسته له هغې دا غوښتنه وشوه چې نوموړي په یوه زړه ویډیو کې له ښځو سره د جنسي اړیکو په اړه پاروونکې او بدې خبرې کړي دي.
ډونالډ ټرمپ وايي د ښځو په اړه له خپلو کړیو خبرو پښېمانه دی او بښنه غواړي خو هیڅکله به له انتخاباتو لاس په سر نه شي.
واشنګتن پوسټ ورځپانې د ټرمپ یوه زړه ویډیو چې له لسو کلونو مخکې ثبت شوې وه خپره کړې او پکې ښکاري چې نوموړی د ښځو په اړه خرابې خبرې کوي او له یوې واده شوې ښځې سره د خپلې جنسي اړیکې د ټینګولو کیسه تېروي.
ټرمپ بیا د ویډيو تر خپرېدو څو ساعته وروسته په یوه تازه ویډیو کې له خپلو خبرو بښنه وغوښته خو ویې ویل چې له انتخاباتو لاس نه اخلي.
«ما ژمنه کړې چې راتلونکي کې به یو ښه سړی و اوسم او هېڅکله به تاسو شرمنده نه کړم. که صادقه و اوسو مونږ په یوه واقعي نړۍ کې اوسو. دا پرته له دې چې له اوسنیو سختیو او ستونزو څخه د فکرونو د لرې کولو او مغشوشولو هڅه ده بل هېڅ هم نه دي. مونږ خپلې دندې له لاسه ورکوو، د اتو کلونو پخوا په نسبت کمتره خوندي یو او واشنګتن په کامله توګه مات دی.»
د واشنګټن پوسټ له خوا د ټرمپ د ویډیو تر خپرېدو وروسته د جمهوريت غوښتونکي او ډیموکراټ ګوند مهمو غړیو او استازیو په ټرمپ سخت انتقادونه وکړل او له انتخاباتو یې د هغه د لاس په سر کېدو غوښتنه وکړه.
له دې ډلې د استازیو جرګې د یوتا،الاباما او نیوهمشایر ایالتونو جمهوريت غوښتونکو استازیو له نوموړي بېرته خپل ملاتړ واخېست او د هغه خبرې یې ډېرې خرابې او د نه منلو وړ وبللې.
د استازیو جرګې مشر جمهوري غوښتونکي پاول راین هم د ټرمپ د خبرو په خاطر هغه بلنه لغوه کړه چې تمه وه له ځینو نورو کسانو سره په ګډه له ټرمپ سره وګوري.
په سنا کې د اکثرو جمهوريت غوښتونکو مشر میچ مککانیل هم د ټرامپ خبرې ناوړه او د نه منلو وړ بللي دي.
پخوانۍ جمهوري غوښتونکې کاندیدې کارلي فلورینا وال سټریټ ژورنال ته ویلي ټرمپ باید له انتخاباتي مبارزې لاس په سر شي او جمهوريت غوښتونکی ګوند باید د ټرمپ د ولسمشرۍ مرستیال کاندید د هغه ځای ناستی اعلان کړي.
د جمهوري غوښتونکي ګوند د مرکزي کمېټې مشر رېنس پرېبوس ویلي چې د هېڅ یوې ښځې په اړه باید داسې خبرې ونه شي.
عین د ټرمپ د ولسمشرۍ مرستیال کاندید مایک پېنس هم د هغه خبرې توهینوونکې بللي دي.
اخوا د ټرمپ د سیال ګوند ډیموکراټانو کاندیدې هیلیري کلېنټن د ټرمپ د ویډیو تر خپرېدو وروسته وویل چې "دا وېروونکې ده. مونږ دا سړی نه شو پرېښودلی چې ولسمشر مو شي."
مېرمن کلېنټن همداراز د ټرمپ په اړه د یادې ویډیو تر خپرېدو وروسته "ښځې دا قدرت لري چې ټرامپ ودروي" تر عنوان لاندې د ښځو په واسطه د هغه پر ضد کمپاین هم پیل کړی دی.
ټرمپ په داسې حال کې له دغو انتقادونو سره مخ کیږي چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته پوره یوه میاشت پاتې ده او تمه ده د یکشنبې په شپه له خپلې ډیموکراټې سیالې هیلیري کلېڼټن سره په دویمه ټلویزیوني مناظره کې برخه واخلي.