د محمد علي جاېزې په ګټلو ویاړم: شوانه شاه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

شوانه شاه په پېښور کې د حوا لور نومي تنظیم چلونکې ده. دغه اداره د ښځو حقونو لپاره کار کوي او هلې ځلې یې د ښځو خلاف د تشدد پېښو د مخنیوي، د ښځو ټولنیز، سیاسي او اقتصادي پیاوړتیا باندې مرکوزې دي. شوانه ته په ستمبر میاشت کې په امریکا کې د محمد علي سینټر لخوا د ۲۰۱۶م کال د بشري حقونو اېوارډ ورکړل شو. هغه د خېبر پښتونخوا کارکونکو ښځو لپاره د یو اتحادي تنظیم مشري هم کوي.