پولیټیکل وايي د دوتاڼیو او وزیرو کشاله ختموي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د جنوبي وزير ستان پوليټکل ایجنټ ظفر اسلام وايي د دوتاڼیو او احمدزیو وزيرو تر مينځ د تاوتريخوالي ختمولو لپاره يې هڅې پیل کړي دي. له مشال راډيو سره په خبرو کې ظفر اسلام وویل، دوی جرګه رابولي چې د دوتاڼیو او وزیرو ترمنځ کشاله هواره کړي. نوموړي د دوی ترمنځ د روغې کېدو هیله وښودله. دوه نيمې اوونۍ مخکې پر ګومل سړک د دوتاڼیو په سیمه کې د احمدزيو وزيرو په مڼو بار څلور ټرکونه ناڅرګندو وسله والو سوځولي ول او درې ډرايوران يې له ځان سره تښتولي ول. احمدزي وزیر وايي، پېښه د دوتاڼیو په خاوره کې شوي او هغوي يې ذمه وار دي خو دوتاڼي بیا دغه تورونه ردوي. چارواکي وايي چې د اجتماعي ذمه وارۍ تر قانون لاندې یې د دوتاڼیو دوه دېرش کسان نيولي دي او له واڼه یې د دوتاڼي قبيلي خلک بي دخله کړي دي.