ځېنو لوړپوړو امریکايي چارواکیو پر ایران تور پورې کړی چې یمنیو یاغیانو ته یې توغندي ورکړي چې روانه اوونۍ یې پر امریکايي بحري بېړیو یو شمېر بریدونه کړي.
د سېنېټ پوځي خدماتو کمېټۍ مشر جان مکېن بېګا وویل، ښايي ایران یاغیانو ته توغندي ورکړي وي. تر دې مخکې د امریکا دفاع وزارت نوموړي ته پر امریکايي بېړیو د ناکامو بریدونو په اړه معلومات ورکړل.
مکېن د پېنټاګان هغه اقدام تایید کړ چې د بریدونو په ځواب کې یې د حوثي یاغیانو تر استعمال لاندې د ګرځنده راډرانونو پر اهدافو کروز توغندي ورولي.
ده وویل، ((د امریکا بحري ځواک قوي پیغام ورکړی)) چې تېری به و نه زغمي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کېربي هم روانه اوونۍ وویل چې (حوثي یاغیانو ته توغندي ایران ورکړي ول.)
ده البته دا هم وویل چې ممکنه ده حوثیانو ځینې توغندي د یمني حکومت له پوځه هم تر لاسه کړي وي. ایران په ښکاره د اهل تشیع حوثیانو ملګری دی خو هغوی ته له وسلو ورکولو انکار کوي.