“تحریک انصاف پښتانه له پامه غورځولي دي”

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

یو ځل بیا د تحریک انصاف مشر عمران خان د نوازشریف د حکومت پر ضد په اسلام اباد کې د احتجاج اعلان کړی دی. احتجاج د هر سیاسي ګوند جمهوري حق دی خو پوښتنه داده چې د پښتونخوا خلکو تحریک انصاف له رای ورکړي دي نو آیا عمران خان د صوبې د ولس د ستونزو او غوښتنو خبره هم کوي که نا؟ د کرښې پر غاړه کې په خپرونه کې په دغه موضوع بحث کوو. کوربه شاهین بونیری دی.