کله چې هم د پاکستان او افغانستان اړيکې ترېنګلې شوې دي نو تل يې مخامخ اغېز د ډېورنډ کرښې دواړه غاړو ته پرتو خلکو پر اقتصادي او ټولنيز ژوند پرېوتی دی.
څو مياشتې وړاندې اړيکې هغه وخت خرابي شوې چې کله د پاکستان له لورې پر تورخم دروازې جوړولو پر سر د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې وشوې او له دې څه موده وروسته ورته شخړه پر چمن دروازه رامنځ ته شوه.
د پېښور، مردان، نوښار او چارسدې مځکې ډېرې زرخېزي دي او پخوا چې به کله دلته کوم فصلونه کېدل هغه به افغانستان ته کروندګرو او وړو وړو سوداګرو وړل خو اوس پر کرښه د اميتي ځواکونو سختي او د اسنادو شرط دغه کار هم سخت اغيزمن کړی دی. ناصر خان
د دې په نتيجه کې تورخم او چمن لارې و تړل شوې چې که څه هم بېرته خلاصي شوې خو د سوداګرو په وينا بندېدلو يې د پښتنو پر ژوند بد اغيز وکړ.
يو وتلی تجار ناصر خان شنواری وايي، له تورخم او چمن پرته پر کرښه يو شمېر نورې داسې لارې دي چې اوس هم تړل شوي چې له کبله يې ځايي اقتصاد متاثره شوی دی.
دی زياتوي له تېرې څه مودې راهيسې د ډيورنډ دواړه غاړو ته وړو وړو بازارونو کې د وړو وړو سوداګرو او ګيراکانو تګ راتګ کې خنډ رامنځ ته شوی چې په نتيجه کې يې د خلکو اقتصاد خراب شوی دی.
د ده په وينا پاکستان شرط لګولی چې يوازي هغه کسان سفر کولی شي چې ويزا ولري.
پاکستان او افغانستان بايد پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ په اړه د انګريزانو او افغان حکومت ترمنځ په ۱۹۰۵ م ميلادي کال کې د شوي تړون درناوی وکړي. رستم شاه مومند
ناصر خان زياتوي، د پېښور، مردان، نوښار او چارسدې مځکې ډېرې زرخېزي دي او پخوا چې به کله دلته کوم فصلونه کېدل هغه به افغانستان ته کروندګرو او وړو وړو سوداګرو وړل خو اوس پر کرښه د اميتي ځواکونو سختي او د اسنادو شرط دغه کار هم سخت اغيزمن کړی دی.
ډېورنډ کرښې نه يواځې اقتصاد اغيزمن کړی بلکې پر کرښه پراته دوه قامونه، قبيلې او په بله مانا ورور له وروه او پلار او لور سره بيل کړي دي.
د دواړه هېوادنو ناروغو اړيکو په روغو رشتو کې خنډ رامنځ ته کړی دی.
د مثال په توګه رواج خان په خټه شنواری دی او د خېبر اېجنسي اوسېدونکی دی او دده لور د ډېورنډ کرښې بلې غاړې ته په افغانستان کې په ميشتو شنوارو کې واده شوې ده خو کله چې د پاکستان او افغانستان ځواکونو ترمنځ نښتې وشوي او په نتيجه کې يې پر کرښه امنيتي اقدامات سخت شو نو د نوموړي له خپلي لور سره د ليدو سلسه هم درېدلې ده.
هغه رواج شنواری چې کله به يې زړه غوښت نو بې له خنډ او ځنډه به د خپلې لور ديد وکړ خو اوس د کرښې امنيتي ستونزو او خنډونو له کبله درې میاشتې وروسته يې د لور ديد په نصيب شو.
پاکستان وايي، د وسله والو د مخنيوي په خاطر يې پر کرښه امنيتي تدابيرسخت کړي دي چې پکې يو هم د تګ راتګ لپاره د ويزې شرط دی.
هغه رواج شنواری چې کله به يې زړه غوښت نو بې له خنډ او ځنډه به د خپلې لور ديد وکړ خو اوس د کرښې امنيتي ستونزو او خنډونو له کبله درې میاشتې وروسته يې د لور ديد په نصيب شو.
خو د کابل لپاره د اسلام اباد پخوانی سفير رستم شاه مومند وايي بايد پاکستان او افغانستان پر کرښه د ميښتو خلکو د تګ راتګ په اړه د انګريزانو او افغان حکومت ترمنځ په ۱۹۰۵ م ميلادي کال کې د شوي تړون درناوی وکړي.
دده په وينا په دې تړون کې ويل شوي چې پر کرښه اباد خلک دواړه غاړو ته پنځه پنځه ميله بې له سفري اسنادو تګ راتګ کولی شي.
رستم شاه مومند زياتوي که پاکستان خامخا غواړي پر کرښه تګ راتګ محدود کړي نو باید پر چمن او تورخم لارو خلکو ته په شناختي کارډ او تذکره د تلو راتلو اجازه ورکړي او پر نورو لارو خو بيخي سفري اسناد و نه غوښتل شي.