د سولې مذاکرات: افغان حکومت اوربند او طالبان د قطر دفتر رسمي کول غواړي

د طالبانو د قطر د دفتر غړي

پاکستان اسلام اباد ته د طالبانو د قطر دفتر د هغه پلاوي تګ نه تايدوي چې د رپورټونو تر مخه په دې وروستيوو کې د سولې خبرو په اړه هلته ورغلی وو. پاکستاني چارواکي کوټه کې د نيول شوو طالب مشرانو په اړه وايي چې دوی په مختلفو خلکو مختلف فشارونه اچوي.

د پاکستاني وزيراعظم د بهرنيوو چارو سلاکار، سرتاج عزيز نن ماښام مشال ريډيو ته وويل: ((رپورټونه مې کتلي دي خو نه يم شم تايدولی ځکه چې زه په دې اړه له تفصيلاتو خبر نه يم. زما مطلب دی چې چين او څلورو هيوادونو شورا (امريکا، چين، افغانستان او پاکستان) خپل کوششونه کوي. موږ هم کوشش کوو، امريکايان يې هم کوي، افغانان يې هم کوي. نو ټول د دې لپاره طالبانو سره تماسونه لري چې خبرو ته يې وهڅوي. نو کيدای شي يو څه رابطې شوې وي خو فکر کوم تر ټولو مهمې خبرې په قطر کې شوي وي.))

د برطانيه ګارډين ورځپاڼې د رپورټو ترمخه د افغانستان د استخبارتو رييس معصوم ستانکزي په قطر کې د طالبانو لوړ پوړو چارواکو سره پټې خبرې کړي وي. افغان حکومت او طالبانو دا رپورټ رد کړی وو.

جنګ بندي خو به هله کيږي چې لومړی د قطر دفتر په رسميت وپيژندل شي او د بهرنيوو ځواکونو د وتلو مسله معلومه شي
ايسو شيټيد پريس خبري اژانس بيا په يو رپورټ کې ويلي چې د طالبانو دري غړي اسلام اباد ته ورغلي وو چې پاکستاني چارواکي د معصوم ستانکزي سره د کړو مذاکراتو خبر کړي. خو د قطر مېشته طالبانو يو لوړ پوړي چارواکي نن مشال ريډيو ته وويل چې دغه پلاوی د خپلو عادي بهرنيو سفرونو لړ کې ډير مخکې اسلام اباد ته تللی وو او د خبرو ايجنډا يې د افغان کډوالو موضوع وه.

دا تر هغې وروسته ده چې پاکستاني ځواکونو د دې مياشتې په لومړيوو کې دري طالب مشران، ملا احمدالله نانی، ملا عبدالصمد ثاني او سليمان اغا په کوټه کې ونيول. د رپورټونو تر مخه دغو کسانو غوښتل چې د پاکستان له اجازې پرته د افغان حکومت سره خبرې وکړي نو ځکه ونيول شول. خو ځيني پاکستاني مطبوعاتو ليکلي وو چې دې کسانو د افغان حکومت سره خبرې نه کولې، ځکه نيول شوي دي. سرتاج عزيز وايي د سولې لپاره د طالبانو اماده کولو لپاره له بېلابېلو فشارونو کار اخلي.

سرتاج عزيز

هغه زياته کړه: ((مختلف خلک د مختلفو وجو له وجې نيول کيږي. خو سلا دا شوې وه چې موږ به خپله خاوره د افغانستان خلاف استعمالېدو ته پرينږدو. نو دا شيان داسې نه اعلانيږي چې څوک د څه له وجې نيول شوي. نو دا د خبرو لپاره زموږ د کوششونو برخه ده. موږ په هغه حساب مذاکرات مخالفو طالبانو خلاف کاروايي نه کوو خو بينادي پوښتنه دا ده چې کوم قسم فشار پرې اچولی شو؟ يا يې په کومه طریقه خبرو ته هڅولی شو؟ دا هغه څه دي چې حال يې نه ويل کيږي. د مختلفو خلکو خلاف مختلفه تګلاره غوره کيږي. مهمه دا ده چې کوششونه روان دي.))

بلخوا د افغان طالبانو د قطر دفتر يو چارواکي د نوم نه ښودو په شرط نن مشال ريډيو ته وويل چې تر هغې د سولې خبرې نه شي پيليدلی تر څو چې د قطر دفتر په رسميت منل شوی نه وي.

يو لوړ پوړي افغان چارواکي مشال ريډيو ته ويلي چې د طالبانو سره د خبرو په پيلولو کې يې لوی خڼد د جنګ بندۍ موضوع ده. افغان حکومت اوربند غواړي او طالبان د قطر د دفتر رسمي کول.

د قطر دفتر ياد چارواکي بيا وويل چې دوی نه شي کولی د افغان او نړيوالو ځواکونو پر وړاندې جنګېدونکي طالب وسله وال قانع کړي. هغه زياته کړه چې اور بند به تر هغې وروسته کيږي چې لومړی د بهرنيوو ځواکونو د وتلو مسله معلومه شي او افغان حکومت د طالبانو د قطر دفتر په رسميت ومني.