عمران او قادري د حکومت خلاف بیا لاره یوه کړه

د ارشیف انځور

د پاکستان د حکومت دوه اپوزیسون ګوندونه تحریک انصاف او پاکستان عوامي تحریک په دې خبره صلا شوي چې یو وارې بیا به د مظاهرو په ترڅ کې د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف نه د استعفی ورکولو غوښتنه کوي.

دواړو ګوندونو ادعا کړېده چې د نومبر په دوهمه نېټه به اسلام اباد تړي او د وزیراعظم نه به د استعفی ورکولو غوښتنه کوي.

پاکستان عوامي تحریک نن په خپله رسمي فیسبک پاڼه لیکلي چې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان، طاهر القادري ته ټیلیفون کړی او ترېنه یې غوښتنه کړېده چې په دې ممکنه احتجاجي غونډه کې دې ورسره برخه واخلي. د عوامي تحریک مشران وايي دواړه ګوندونه په هیواد کې د درغلۍ خلاف مبارزه کوي نو ځکه په دې خبره موافقې ته رسېدلي چې د احتجاج شریکه لړۍ به پیلوي.

دواړو ګوندونو څو کاله وړاندې هم په اسلام اباد کې تر څو ورځو پورې په شریکه د اوسني حکومت خلاف مظاهره کړې وه.

دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان تېره ورځ په ملاکنډ کې د خپل ګوند پلویانو ته د وینا پرمهال وویل چې دوی به ارو مرو په اسلام اباد کې مظاهرې کوي او د وزیراعظم نوازشریف نه به د استعفی غوښتنه کوي.

د پاکستان پیپلز ګوند سره تړاو لرونکي سناتور اعتزاز احسن هم ویلي چې دوی د عمران خان د احتجاج بدرګه کوي او که حکومت د مظاهرو پر مهال د تحریک انصاف پلویان وځورول نو دوی به هم د حکومت خلاف په احتجاجي غونډه کې برخه واخلي.

خو بل پلو، د سياسي چارو یو شمېر کار پوهان وايي چې د ملک موجوده حالاتو په تناظر کې سياسي ګوندونو ته د یو والي ضرورت دی.

د سياسي چارو کار پوه سليم احمد مشال ريډيو ته وويل چې د اپوزیسون او حکومتي ګوندونو لخوا د سختو بيانونو تبادله په اصل کې په يو بل فشار اچول دي خو دا وخت د يو بل پر ضد د بيانو ورکولو نه بلکې د ناستې او يو بل سره د مصلحت د لارې د مسئلو حل کولو ضرورت دي.

د سياسي چارو یو بل کار پوه افتخار ګيلاني بیا وایي چې په ملک کې مسئلې د احتجاج له لارو نه حل کېږې او نه د دې څه نتېجي راووځي، بلکې اولس پکې نقصاني کېږي۔ نوموړی وايي په ملک کې د ترهګرۍ پېښې مخې ته راځي او د کوټې د تروریستي برید نه پس سیاسي ګوندونو له پکار دي چې د مرکزي حکومت ملاتړ وکړي.

ياده دې وي چې د پاکستان تحريک انساف ګوند مشر عمران خان په ملک کې د اداري فساد د ختمولو او د پانامه اسنادو د پلټنو لپاره خپل غږ پورته کړی دی.