له اقتصادي راهداري به منځني اسیا هم ګټه پورته کړي

د پاکستان وزير اعظم نواز شريف ويلي دي چې دچين- پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبې ن به د منځنۍ ا سيا هېوادونه ته هم ګټې ورسېږي

د چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د مرکزي ا سيا دعلاقايي اقتصادي همکارۍ غونډې ته په وينا کې وزير اعظم وويل چې پاکستان تل له ګاونډيو هيوادونو سره د تجارت ،ټرانسپورټ او نورو همکاريو لپآره په کلکو اړيکو باور لري.

ښاغلي شريف زياته کړه چې حکومت يي په ملک کې د توانايي او معاشي استحکام ته توجو ورکړې او هم دغه وجه ده چې پاکستان له چين سره اقتصادي راهدرۍ منصوبه شروع کړې ده چې له دې سره به په هېواد کي تجارت او معيشت نور هم پیاوړي شي۔او نه يواځې پاکستان بلکې دمرکزي ايشيایي علاقايي اقتصادي همکاريو سازمان يا کاريک غړي هېوادونو ته به ترې هم ګتې تر لاسه شي۔

نواز شريف وويل چې دعلاقايي اړيکو مضبوطولو لپاره مواصلاتي نظام ته وده ورکول هم ضروري ده.

د وزير اعظم په وينا چې د کاريک غړيو هېوادونو همکاري به نه یوازې د غربت ختمولو کې مرسته وکړي بلکې په دې سره به د تلپاتې ترقي راوستل هم ممکنه شي.

په دې موقعه د پاکستان خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار په خپله وينا کې وويل چې د پاکستان معيشت د بهترۍ پر لور روان دي او زر تر زره به په ملک کې د توانایي په بحران هم قابو وموندل شي۔

دايشیايي ترقياتي بېنک مشر تاکي هيکو ناکاو هم په دې موقع خپله وينا کې وويل چې کاريک منصوبې سره به علاقايي رابطې مضبوطې شي او په تجارت کې به زياتوالی راشي۔

بل خوا دچين – پاکستاناقتصادي راهدارۍ منصوبي په اړه ديو غير-سرکاري ادارې محقق فضل سعيد وايي چې پاکستان او مينځنۍايشيايي هېوادونه هله د اقتصادي پرمختګ او سوکالي پر لور تلای شي که د دغې منصوبه غربي لار جوړه کړل شي ځکه چي مينځنۍ اسیا ته د پاکستان غربي سيمې نيږدې پرتې دي.

ياده دې وي چي کاريک يا مرکزي ايشيایي علاقايي اقتصادي مرستو منصوبه کې د پاکستان افغانستان پشمول لس هېوادونه شامل دي.