د تحریک انصاف پر مظاهره کوونکو اوښکې تویونکی ګیس پاشل شوی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان تحریک انصاف یوه احتجاجي قافله د ګل (دوشنبې) پر ورځ د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر او صوبايي وزیرانو په مشرۍ د اسلام اباد لوري ته روانه وه چې د صوابۍ له انټرچېنج سره نېږدې د پولیسو له خنډونو سره مخامخ شوه. پر دې قافلې پولیسو اوښکې تویونکی ګیس پاشلی دی. تر څو ساعته وروسته د تحریک انصاف قافله اسلام اباد ته روانه شوه. په دې ویډیو کې یې ووینئ.