نړیوال شهرت لرونکې شربت ګله به ژر خوشې کړل شي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د شنو جاذبو سترګو نړیوالې پېژندلې څهرې شربت ګلې وکیلان د سېشنبې ورځ د پېښور یوه خصوصي عدالت ته وړاندې شول چې خپله موکله په ضمانت راخوشې کړي. عدالت د شربت ګلې او سرکاري وکیلانو دلایل واورېدو او د خپلې پرېکړې اورولو لپاره یې د نومبر دویمه نېټه ورکړه.
پر دې مهال د عوامي نېشنل ګوند لخوا ګمارلی د وکیلانو کمېټۍ مشر لطیف اپرېدی او د افغان سفارت لخوا ګمارلیو وکیلانو او د سفارت چارواکي هم موجود ول.
د شربت ګلې وکیلانو هیله وښوده چې نه یوازې به هغه په ضمانت پرېښودل شي بلکې پر هغې لګېدلې مقدمې به هم ختمې کړل شي.
له پېښور د شبیر احمد جان ویډيو