ماشومان تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مومندو په سېلوګو بانډه کې د یوه سکول ماشومان او ماشومانې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي. په مومندو کې ۱۰۷ سکولونه وسله والو ویجاړ کړي خو ۴۱ ټولنیز (کمیونیټي) سکولونه بیا د فاټا سیکریټرېټ لخوا بند شوي دي. د سیلوګو بانډی د دغه سکول ماشومان له ډېرو لیریو کلیو سبق ته راځي، ځکه چې هغوی په خپله شپږ کلومیټرۍ کې هېڅ سرکاري سکول نه لري خو تر پنځم جماعت وروستو د ولس په وینا ۱۰ فیصده ماشومان خپل تعلیم جاری ساتي، او نور زده کړې پرېږدي. د شاهنواز ترکزي ویډیو