د کراچۍ په لانډۍ کې د سورلیو دوو رېل ګادیو په ټکر کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ژوبل دي چې ماشومان او ښځې هم پکې شاملې دي. مړي او ژوبل د کراچۍ لویو هسپتالونو ته رسول شوي دي.
له مشال راډیو سره په خبرو کې د ایدي هسپتال یو چارواکي بلال احمد وویل، د وولسو کسانو مړي یې دا وخت د دوی د روغتون مرده خانې ته وروړي چې اکثریت یې نارینه دي.
نوموړی وايي په ژوبلو کې د ځینو حالات مرګونی دی چې له کبله يې د مړیو شمېره تر شلو رسېدلی شي.
د کراچۍ پولیسو په وینا چې فرید اېکسپرېس نومې د سورلیو ګاډی کراچۍ ته رسېدونکی وو او پر لانډي سټېشن باندې د سورلیو کوزولو لپاره ولاړ وو چې له شا پرې زکریا اېکسپرېس نومې رېل ګاډې راغی او ورسره وجنګېدلو.
د نوموړي په وینا د رېل ګاډي ډرایور ته سره بتۍ لګېدلې وه او د هغې باوجود وړاندې ولاړو چې له وجې یې دغه پېښه رامنځته شوه.
له مشال راډیو سره خپلو خبرو کې د لانډي قاید اباد تاڼې مشر محرر نواز خان وویل، پېښه نن د زیارت په ګهیځ اووه نیمې بجې وشوه.دی وايي د فرید اېکسپرېس درې ډبې له پټلۍ لاندې ولوېدلې او چپه شولې.
یاده دې وي چې تر دې وړاندې هم په دغه سیمه کې په ۲۰۰۹ م کال د نومبر په دریمه نېټه د سورلیو دوه رېل ګاډي په خپلو کې سره جنګېدلي ول چې پکې ۱۸ کسان مړه شوي او یو شمېر ژوبل شوي ول.
د پاکستان رېلوې د پخوانیو منېجرانو وینا ده چې د پاکستان رېلوې نظام ډېر خراب او زوړ دی نو ځکه دغه ډول پېښې رامنځته کېږي باید دا نظام بیا له سره جوړ کړل شي.
د رېلوی وفاقي وزیر خواجه سعد رفیق وویل، (د وفاقي حکومت د رېلوی انسپکټر د پېښې ځای ته روان دی او ما جنرل منېجر ته هم هدایت کړی او زه خپله هم کراچۍ ته ورځماو دې پېښې پلټنې روانې دي، چې څوک هم ککړ وي هغوي به سزا وویني.)
د پاکستان وزیر اعظم نوازشریف او صدر ممنون حسېن په دې پېښه د خپګان څرګندونه کړې او د رېلوی وفاقي وزیر خواجه سعد رفیق په یو بیان کې ویلي دي چې په دې پېښه کې د مړیو شویو کورنیو ته به ۱۵ ،۱۵ لکه روپۍ امداد ورکولی شي.