بلور: پاکستان یو ځل بیا له پوځي کودتا بچ شو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د عوامي نېشنل ګوند مشر سیاستوال او سینېر نایب صدر غلام احمد بلور یې په یو خبري کانفرنس کې د تحریک انصاف د دویم نومبر ناکامي یو ښه ګام وباله او زیاته یې کړه چې په دې سره یو ځل بیا د پوځي واکمنۍ خطره له مینځه ولاړه. نوموړي وویل په پوځي حکومتونو کې هېواد له ورانویو سره مخامخ شوی دی او د سختدریځۍ او تره ګرۍ تخم هم په پوځي حکومتونو کي کرل شوی دی. له غلام احمد بلور سره د مشال راډیو خبریال غلام غوث ویډيو مرکه کړې.