سوات: اغېزمنې شوې مېرمنې په حق کې د خویندو جرګه
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په سوات کې خویندو جرګې د هغې مېرمنې په حق کې جرګه وکړه چې خسر ورباندې جنسی تیری کړی و او په چړو یې هم وهلې وه. نصیب جان چې اوس یې زخمونه ښه شوي او عادي ژوند لوري ته مخ په راګرځېدو ده وايي د خویندو د جرګې مشکوره ده چې د هغې په حق کې یې پریکړه وکړه. د خویندو جرګې یوه مسووله تبسم عدنان وايي نصیب جانې سره به د جرګې د پریکړې پر اساس پوره انصاف کېږي. له سواته پرې نیاز احمدخان راپور لري.