پراګ - د شنبې پر شپه هم زرګونه کسان په شېکاګو، نیویارک او لاس اېنجلس کې سړکونو ته ووتل او ډونلډ ټرمپ د بریالي کېدو پر ضد یې اعتراض وکړ.
په شېکاګو کې لاریون کوونکو ویل چې کرکه او وېره نه غواړي او له کډوالو هرکلی کوي.
د نیویارک په مېنهټن کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان ټول شوي ول او د ترمپ ټاور په لور روان ول.
هغوی په خپلو شعارونو کې ویل چې ((ټرمپ ردوو او نه یي غواړو.))
دوی ویل، ((ډونلډ ټرمپ دې په خپله مخه لاړ شي. موږ منتخب ولسمشر ردوو.))
ټرمپ چې په لومړي سر کې يې د لاریون کوونکو په اړه په غبرګون په هغوی نیوکه کړې وه او ویلي یې ول چې ((دا حرفه يي کسان د مطبوعاتو له لارې پارول شوي،)) وروسته یې خپلې خبرې واخیستې او هغوی یې وستایل.
دا لاریونونه زیاتره سوله ییز ول خو په لاس اېنجلس کې له ۳۰۰۰ کسانو څخه چې د پولیسو پر خبرداریو سربېره خپاره نه شول، له هغوی څخه ۲۰۰ کسان ونیول شول.
د ډونلډ ټرمپ ځینو مخالفینو بیا د لاسلیکونو په ټولولو پیل کړی او له انتخاباتي کالجه غواړي چې هېلري کلېنټن دې ولسمشره اعلان کړي.
هغوی دلیل وړاندې کوي چې کلېنټن ته خلکو د ټرمپ په نسبت ډېرې رایې ورکړي او ټرمپ د کالجونو په حساب ګټلې ده.
د امریکا د ټولو ایالتونو د انتخاباتي رایو حساب په کالجونو یا د حوزو په حساب شوی چې د ولسمشرۍ د څوکۍ د بریا لپاره باید یو کاندید لږ تر لږه ۲۷۰ حوزې وګټي.