پاکستانۍ مېرمنې افغان مېړنو ته شهریت غواړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خیبر پښتونخوا ځینو هغو مېرمنو چې له افغان کډوالو سره يې ودونه کړي دي د نهې په ورځ د پېښور پرېس کلب مخې ته په احتجاجي مظاهره راوتلي دي. دوی د خپلو مېړنو لپاره د پاکستاني شهريت غوښتنه کوله، د دې مېرمنو وينا وه چې د ځینو خاوندان حکومت د پاکستان له خاورې ايستې دي او باقي پاته د پوليس له ويرې خپل کار روزګار نه شي کولی. له پېښوره د ځلاند یوسفزي ویډيو