د پاکستان پوځ مشر جنرال راحيل شريف ریټایرېږي

د پاکستان پوځ مشر جنرال راحيل شريف

د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف د سږ کال په جنورۍ کې ویلي ول چې د ۲۰۱۶ کال په نومبر کې به د خپلې دندې موده پوره کېدو سره به د پوځ مشري خپل ځایناستي ته وسپاري.

د پاکستان پوځ مشر جنرال راحيل شريف د خپلې کاري مودې تر ختمېدو وړاندې د مخه ښه لیدنې پیل کړي دي او په دې لړ کې يې د دوشنبې/ګل په ورځ د پنجاب صوبې په مرکز لاهور ګېرېژن کې د پوځ او رېنجرز افسرانو او اهلکارانو ته وینا وکړه.

جنرال راحيل شريف به د روانې مياشتې په اتويشتمه (۲۸) نېټه له خپلۍ څوکۍ څخه رېټایرېږي (تقاعدېږي) خو تر دې دمه وفاقي حکومت د پوځ لپاره د نوي مشر نوم دی جوت کړی.

جنرل راحيل شريف په ۲۹ نومبر ۲۰۱۳ کال کې د پاکستان پوځ مشر ټاکل شوی وو او نوموړی د دغه هېواد د پوځ پنځلسم (۱۵) مشر دی.

په تېرو اتلسو (۱۸) کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د پوځ مشر په خپل ټاکلي وخت خپله څوکۍ پرېږدي.

د مشال راډيو خبریال احمد الله د راحیل شریف کاري دندې ته په کتو په لاهور کې د سياسي او دفاعي چارو کارپوه پروفېسر حسن عسکري نظر اخیستی دی. نوموړې وايي چې پوځ له تېرو درو کلونو راهسې ډېر د صبر نه کار اخستې دې او خصوصا د ۲۰۱۴ درنې دوران د حکومتي حلقو لخوا پر پوځ نیوکې کېدلې او پر نورو موقعو هم په اشارو کې پر پوځ تورونه لګېدل خو پوځ نېع په نېغه مداخلت ونه کړ چې د عسکري په خبره دغه ګام یې جمهوريت ته ګټه رسولې ده.

د نوموړي په وېنا چې د راحيل شريف په دور کې په فاټا کې ضرب عضب او د ملک په نورو سېمو کې عمليات هم وکړل شول چې له وجې یې په پاکستان کې د ترهګرۍ زور تر ډېره حده کم شوی دی.

د يادونې ده چې جنرال راحيل شريف د ملازمت مودې دوران په ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزيرستان کې ضرب عضب عمليات پیل شول.

په اسلام آباد کې د سياسي چارو کارپوه پروفېسر هود بايي وايي که په یو ملک کې د قانون بالادستي وي او مختلفې ادارې خپل کار په صحيح توګه کوي نو رياست ورسره پیاوړی کېږي خو له بده مرغه په پاکستان کې پوځ ډېرې ذمه وارۍ پر خپلو اوږو اخیستې دي او خاصکار بهرنۍ تګلاره جوړول د پوځ نه بلکې د منتخیب سياسي حکومت کار دی.

د نوموړي په وینا که ټولې ادارې په خپل چوکاټ کې دننه کار وکړي او سياسي حکومتونه له درغلیو ډډه وکړي نو یقينا دا به د پاکستان لپاره ګټه ولري.

د یادونې ده چې د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف د سږ کال په جنورۍ کې ویلي ول چې د ۲۰۱۶ کال په نومبر کې د خپلې دندې موده پوره کېدو سره به د پوځ مشري خپل ځایناستي ته وسپاري.