ځانګړی راپور: "د اردوغان ترکيې ته په هيڅ صورت نه ځو"

د پاک ترک ښوونځيو زده کوونکي د ترک ښوونکو شړلو پر ضد مظاهره کوي

پراګ - په پاکستان کې مېشت د پاک ترک نړيوالو ښوونځيو ښوونکي وايي چې د پاکستان حکومت ورته ويلي چې د روانې نومبر مياشتې تر ۳۰مې نېټې له دې هېواه ووځي. په پېښور کې د دې ښوونځيو مرستيال مشر نوري جان ديندر له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د زياتره ښوونکو او د هغوی د کورنيو د ويزې کافي وخت لا پاتې دی خو د پاکستان حکومت د ترک ولسمشر رجب طيب اردوغان پر غوښتنه د دوی ويزې رد کړې او دوی ته يې د هېواد پرېښودو امر وکړ.

تر پاکستان وړاندې اذربايجان هم ترک ښوونکي له هېواده ايستلي

د نوموړي په وينا ترک نړيوال ښوونځي د نړۍ تر ۱۰۰ زياتو هېوادونو کې موقعيت لري او اردوغان پر ټولو فشار راوړی چې ترک ښوونکي له خپلو هېوادونو وباسي خو تر دې دمه يوازې اذربايجان هغه هېواد دی چې ترک ښوونکي يې له هېواده ايستلي دي او پاکستان دوهم هېواد شو چې د اردوغان پر غوښتنه يې دا ګام پورته کړ. د پاکستاني حکومت د دې پرېکړې پر ضد د پاک ترک ښوونځيو پاکستانيو ښوونکو او زده کوونکو د دې هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې مظاهرې وکړې خو حکومت پر خپله پرېکړه ولاړ پاتې شو.

د پاک ترک ښوونځیو ښځينه زده کوونکې د ترک ښوونکو شړلو پر ضد مظاهره کوي

په پاکستان کې دا وخت ۲۹ پاک ترک ښوونځي او لېسې شته چې پر سلګونو پاکستانيو ښوونکو سربېره ۱۰۸ ترک ښوونکي تدريس پکې کوي او د زده کوونکو شمېر يې څه باندې ۱۱ زره دی. دا ښوونځيو په لومړی ځل په ۱۹۹۵م کال کې په کار پېل وکړ. د پاکستان حکومت دغو ټولو ترک ښوونکو او د هغوی کورنيو ته چې ټول شمېر يې شاوخوا ۴۲۰ کيږي، ورته د نومبر پر ۱۴مه نېټه خبرداری ولېږئ چې د نومبر پر ۲۰مه له دې هېواده ووځي. وروسته بيا حکومت دا نېټه د نومبر ۳۰مې ته وغځول. د ترک ښوونکو او د هغوی د کورنيو د غړو د نومونو ليسټ او د پاسپورټ شمېرې مشال راډيو تر لاسه کړي دي.​

ترک ښوونکو ته د پاکستاني حکومت استول شوی خبرداری

رجب طيب اردوغان تور پورې کوي چې ترک نړيوال ښوونځي د هغه مخالف ديني عالم او ليکوال فتح الله ګولېن چلوي چې د اردوغان پر ضد د روان کال د جولای مياشتې د ناکامي کودتا تر شا د لاس لرلو تور پر پورې کيږي خو په امريکا کې مېشت دغه ديني عالم پر ده لګېدلي ټول تورونه په کلکه رد کړي دي. بلخوا د ترک نړيوالو ښوونځيو کارکوونکي هم دا نه مني چې دوی له ګولېن سره کار کوي.

اردوغان غوښتل چې په خصوصي الوتکه کې مو په زوره ترکيې ته ورسوي

ديندر وايي، دا چې اردوغان خپل زور وښيي، د پاکستان حکومت ته يې ويلي و چې ترک ښوونکي او د هغوی کورنۍ دې په زوره د ترکيې په يوه خصوصي الوتکه کې ور ولېږل شي خو د ده په وينا د پاکستان حکومت د بشري حقونو د نړيوالو سازمانونو د احتمالي نيوکو له کبله د هغه دا غوښتنه رد کړه. تر اوسه د ترکيې يا پاکستان حکومت د ديندر د دې ادعا پخلی نه دی کړی.

ترکيې ته په ورتګ سره له شکنجې او زنداني کېدو سره مخامخېدای شو

نوري جان ديندر زياتوي چې دوی به د نومبر تر پايه له پاکستانه ووځي خو دم ګړی ترکيې ته په هيڅ صورت نه ځي بلکې نورو هېوادونو ته به سفر وکړي ځکه ترکيې ته په ورتګ سره سم به دوی د اردوغان لخوا له شکنجې او زنداني کېدو سره مخامخ شي. اردوغان تر دې دمه د جولای د ناکامي کودتا په تور شاوخوا ۳۶ زره کسان زنداني کړي او تر يو لک ۲۵ زره زيات يې له دندو ګوښه کړي دي چې د پوځ، پوليس، او عدليې د غړو په ګډون يو شمېر ښوونکي، ډاکټران، انجينېران او د خېر ښېګړي کارکوونکي پکې شامل دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په کوټه کې د پاک ترک ښوونځيو ترک ښوونکي په اوښکو او ژړا رخصتيږي

دا چې له پاکستانه به د ترک ښوونکو له تګ وروسته د دغو ښوونځيو چاري څوک پرمخ وړي؟ ديندر په ځواب کې وايي چې اردغان د ((معارف)) په نامه يوه اداره جوړه کړې او کېدای شي، هغه د دې چاري پرمخ يوسي خو د ده په وينا اوسمهال د دې ښوونځيو ټولې انتظامي چاري پاکستانيان پرمخ وړي.

نوموړی وايي، په خپل تګ له دې کبله ډېر خپه دی چې خپل زده کوونکي پرېږدي او ورڅخه درومي. نوموړی وايي، د تيرو اوو کلونو راهيسې يې په کوټه او بيا وروسته په پېښور کې د ښوونکي او د ترک ښوونځي او کالج د مرستيال مشر په حېث دنده تر سره کړې.