جنرال قمر باجوا نن(شنبه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پاکستان پوځ د نوي مشر په توګه خپل کار پیل کړ.
د پوځ پخواني مشر جنرال راحیل شریف د پوځ د مشرۍ سمبولیکه لښته نوي سرلښکر جنرال قمر باجوا ته وسپارله.
په دې توګه جنرال قمر باجوه د پاکستان د تاریخ ۱۶م سر لښکر په توګه خپله دنده رسما پیل کړه.
په دغو مراسمو کې وفاقي وزیرانو، د پوځ پخوانيو مشرانو او نورو شخصیتونو هم برخه واخیسته.
په غونډه کې همدارنګه جنرال زبیرمحمود حیات د ګډو مسلح ځواکونو د مشر په حیث خپلې چارې سنبالې کړې.