عبدالصمد خان اڅکزي د پښتون افغان سیالي ګټله

عبدالصمد خان اڅکزی

عبدالصمد خان اڅکزی د ۱۹۷۳ م د دسمبر په ۲مه نېټه د سپېدو په څلور بجې پر جمال الدین افغاني سړک په خپل کور کې د لاسیي بمونو په برید کې ووژل شو او په خپل پلرني ټاټوبي ګلستان عنایت الله کارېز کې خاورو ته وسپارل شو.

د نیمې وچې (برصغیر) د ازادۍ غورځنګ کې یو وتلی شخصیت او نوم د خان عبدالصمد خان اڅکزي دی چې د خپل ژوند لویه برخه یې له بریتانوي ښکېلاکه د آزادۍ، د قامونو برابرۍ او سیالۍ او پر خپله خاوره د ولس واک ټینګولو په مبارزه کې په زندانونو کې تېره کړه. د خان عبدالصمد خان اڅکزی چې په خان شهید شهرت لري نن د ډسمبر په دویمه نېټه د جمعې ورځ یې ۴۳ تلین دی او په دې مناسب د هغه د ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ له لوري په پښین ښارګوټي کې یوه لویه ولسي غونډه ترسره شوه.

عبدالصمد خان اڅکزی په ۱۹۰۷ م کال د عبدالله کلا پهعنایت الله کارېز کې د نورمحمد په کور کې زوکړی وو. نوموړي د د ابتدايي ښوونځي له دورې راهیسې د بریتانوي ښکېلاک پرضد مبارزه پیل کړی وه.

عبدالروف لالا

د هغه د لارې یو لاروی او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مرکزي غړی او پخوانی سېنېټر عبدالروف لالا وايي د خان شهید د ژوند بنیادي موخه دا وه چې په نیمه وچه کې د پښتون افغان پر خاوره هغوی پر خپلو شتمنیو واک او اخیتار ولري او د یوه سیال ولس په توګه د خپلې خاورې چارې په خپله پرمخ یوسي. او دا مبارزه یې هله پیل کړې وه چې لا دی د ښوونځي په اتم ټولګي کې وو. هغه د خپل ژوند په ۶۶ کلونو کې نیمۍ برخه د خپل ولس حقونو ګټلو لپاره په زندانونو کې تېره کړه.

رووف لالا وايي چې خان شهید د پښتنو نېلسن منډېلا (د جنوبي افریقا د ازادۍ سالار) وو چې خپل ټول ژوند د خپل قام سیالۍ ته سپارلۍ وو.

خان شهید لومړنۍ زده کړې په ګلستان کې ترسره کړې وې او له مورنۍ ژبي پښتو سره سره یې فارسي، عربې، انګلیسي او نورې ژبې هم د اوږده زندان په دوره کې زده کړې وې. د دې ترڅنګ هغه په بلوچستان کې لومړۍ ورځپاڼه (استقلال) هم چاپ ته راــ اېستلې وه.

خان شهید له زندانه راوځي

په بلوچستان اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړی مجید خان اڅکزی وايي، په ۱۹۵۰م کال د لاهور های کورټ کې د خان شهید یوه بیان دی چې په هغه کې نوموړي د افغان وېشلي وطن د یوځای کېدو خبره کړې ده. خان شهید پر دې پوهېدلو چې هند ووېشل شو نو هغه غوښت چې په اوسني پاکستانۍ خطه کې پروت پښتون افغان په یوه اکايي یا صوبه کې کې سره راټول کړي او هغه د افغانیه، پښتونخوا یا پښتونستان نوم ورکړي.

مجید خان اڅکزی زیاتوي چې عبدالصمد خان اڅکزي په یوازېسر استقلال اخبار چلاوه. د انجمن وطن په نامه یې غورځنګ جوړ کړ. او دا تحریک یې تر پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ پورې راورساوه. د جنوبي افریقا نېلسن منډېلا ۲۷ کاله د خپل ولس د ازادۍ لپاره په زندان کې تېر کړل او نن د ټولې افریقا اتل دی خو خان شهید ۳۳ کاله زندانونه وګالل او دا وخت په لر بر پښتون افغان وطن کې د هغه د لارې په سلګونه زره لارویان دي.

د خان شهید پیل کړی غورځنګ دا مهال د هغه زوی محمود خان اڅکزی پرمخ بیايي چې د ګوند نوم یې پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ده.

محمود خان اڅکزی په کوټه کې یوې ولسي غونډې ته وینا کوي