د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ رېل ګاډی سرویس پیل شو

د پاکستان او چین ترمینځ تر اقتصادي راهدارۍ لاندې دواړو هېوادونو د رېل ګاډی او سمندر له لارې د مال رسولو لومړی سرویس د چارشنبې ورځ د چین له یونان صوبې له راونېدو سره سم په رسمي توګه پیل شو چې د .

له مشال راډیو سره په خبرو کې د رېلوې وزارت مطبوعاتو څانګې یوې چارواکې دریّا عامر وویل چې پنځه سوه ټنه بېلا بېل مالونه د رېل ګاډي په ذریعه به د چین ګوانګ ژو صوبې ته ځي او له هغه ځایه به د سمندر له لارې کراچۍ ښار ته رسېږي.

دریا عامر زیاته کړه چې د دې سروس نوم چاینا مېري ټایم سیلک روټ (د چین سمندري ګړۍ برېښمنه لار) دی چې د اقتصادي راهدارۍ برخه ده.

،،چین او پاکستان نېغ په نېغه د رېل ګاړي او د سمندر له لارې د مال وړلو سرویس شروع کړی دی. دا په پنځه سوه ټنو مالونو بار دا رېل ګاډی د چین صوبې له یونانه روان شوی او دا به بیا د ګوانګ ژو له صوبې و کراچۍ ته د سمندر له لارې رارسي. له دې به مقامي کاروبار ته ګټه ورسي او له نړیوال مارکیټ سره به مو وتړي،،

د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ لومړۍ سوداګري په اکتوبر کې پیل شوې وه او یوشمېر کنټېنرې د ګلګت بلتستان له لارې په دولسم نومبر رسېدلې وې.

د وړومبي مال وړونکي کاروان تر را-رسیدو پس هم په نومبر کې د پاکستان او چین ترمینځ د اقتصادي راهدارۍ لاندې د ګوادر بندر پرانستنه هم شوې وه.

د زیارت ورځد پاکستان بهرنیو چارو دفتر ویاند نفیس زکریا اونیزې خبري غونډې پرمهال ویلي ول چې د اقتصادي راهدارۍ پروژې سرمایه کاري څلور پنځوس اعشاریه پنځه اربه ډالرو ته رسېدلې او له دې به نه یوازې پاکستان او چین ته ګټه ورسي بلکې نورو ملکونه به هم ترې ګټه واخلي.

یاده دې وي چې د افغانستان پشمول منځنۍ اسیايي هېوادونو په دې پروژه کې دلچسپي ښودلې او ویلي دي چې تر ګوادر بندره رسایي غواړي.