له بریتانوي ښکېلاکه د نیمې وچې د آزادۍ اخیستلو یوه وتلي مبارز خان عبدالصمد خان اڅکزي ۴۳ تلین د دسبمر په دویمه نېټه په پښین ښارګوټي کې په یوه لویه ولسي غونډه کې ولمانځل شو.
پر دې مهال غونډې ته د پشتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمودخان اڅکزي په ګډون د دغه ګوند نورو مخورو غړیو د خان شهید پر مبارزه رڼا واچوله چې هغه نه یوازې د خپل ژوند تر نیمايي زیاته برخه د ازادۍ لپاره د مبارزې پرسر په زندانونو کې تېره کړه بلکې کرۍ ورځ شپه یې نه یوازې په برصغیر کې میشتو ټولو ولسونو ته پر خپله خاوره د خپل واک غوښتلو سره سره په اوسني پاکستان کې میشت تیت و پرک پښتانه په یوه مرکز یا صوبه کې د رایوځایکولو لپاره نه ستړېکېدونکې سیاسي هلې ځلې کړي دي.
د پښتونخوا معپ مشر محمود خان اڅکزي د غونډې برخوالو ته په خپله وینا کې وویل چې له افغانستان سره د روغې پرته نه پاکستان او نه دا سیمه د پرمختګ پر لور تللی شي. د افغانستان او پاکستان دولت باید د سیمې د سوکالۍ او پرمختګ لپاره د روغې جوړې او امن لار خپله کړي.
نوموړي زیاته کړه چې پاکستان په ګڼو بحرانونو کې کېوتی دی او له دې کړکېچه د وتلو یوزانۍ لار پنجاب، پښتونخوا، سیند، بلوچستان او د سرایکانو په ګډون د نورو ولسونو یو داسې ریښتونی فېډرېشن وګرځول شي [په کاغذونو کې خوشته] چې په دغو سیمو کې میشت ولسونه پر خپله خاوره پر شته وسایلو خپل واک او اختیار ولري. چې آیین پکې برلاسی وي، د ولس منتخیب پارلېمان پکې برلاسی وي. پوځ باید په خپل چوکاټ کې ازاد وي، عدلیه باید په خپله دایره کې ازاده وي. انتظامیه په خپل چوکاټ کې ازاده وي. د ملک وزیر اعظم او د ټولو صوبو وزیر اعلاګان باید ازاد وي. هم دا د پاکستان لپاره د پښتونخوا ملي عوامي ګوند نسخه ده. او دا نسخه به پاکستان له بربادۍ ژغوري.
د اڅکزي په خبره خدای مه کوه پاکستان په خپل چاپېرچل کې له یوه داسې خطرناک حالت سره مخامخ دی چې لږه تېروتنه به دغه ټوله سیمه د اور لمبو ته ټېل وهي.
اڅکزي وویل تر ټولو لومړۍ باید له افغانستان سره سوله او امن راپیل شي. که نه نو دغه ټولې دعوې چې دوی یې کوي. لکه د اقتصادي راهدارۍ، سوکالي او پرمختګ دعوې دا به ګړدې په سین لاهو شي که امن نه وي.
په بلوچستان او پتېره په پښتني سیمو کې د مشکوکه لښکرو په اړه محمود خان اڅکزي وویل چې د دوی ګوند په خپله سیمه کې هېڅ لښکر نه مني او نه یې پرېږدي.
د هغه وینا وه په وطن کې د وسله والو ډلو پرضد به د پښتنو ټول سیاسي ګوندونه لاس سره یو کوي او په خپله خاوره کې به امن په خپله ټینګوي.
"مولوي صاحبه یا د یوه بل ګوند خاونده په دې خبره ځان پوه کړه وطن چې اور واخلي نو لانده او وچ ګړد سوځوي. تاسو ولیدل زموږ د وطن وکیلان بې له څه ګناه ووژل شول. تاسو ولیدل په سلګونه پولیسوال ناحقه ووژل شول. دا بده هلته په سوات کې تېره شوې ده، دا بده د پښتنو په قبایلي سیمو کې تېره شوې ده. دا بده چې زموږ وطن ته راځي نو زموږ هر سړی باید زړونه، لاسونه او فکرونه سره یوکړي چې مخه یې ونیسو. ملا، پیر، سیاستوال او ان مخالف ته به هم ورِغږ کوو چې دا څوک دي، له کومه ځایه راغلي دي. مخه به یې په ګډه نیسو."
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د غونډې برخوالو ته په خپله وینا کې وویل چې په ۱۹۳۴م کال خان شهید له زندانه راخوشې شوی وو نو د هغه مشر ورور حاجي عبدالسلام خان چې هغه هم دوه کاله زندان تېر کړی وو نو په کور کې یې دا فیصله وکړه چې خان شهید به قامي مبارزې ته ملا تړي او حاجي عبدالسلام خان به کور ساتلو ته پرېښودل کېږي.
د عبدالصمد خان اڅکزي په باب د جرګې بیان او پرېکړه
محمود خان اڅکزي په خپله وینا کې وویل چې عبدالصمدخان اڅکزی په ۱۹۳۴ م کال کراچۍ ته تللی وو او هلته یې په ځینو غونډو کې د بریټیش بلوچستان صوبې د اصلاحاتو لپاره ویناګانې کړې وې. نو د دغه ویناګانو پرسر په پښین کې یوه جرګه کښېنستله او د خان شهید خلاف یې کېس یا دوسیه جوړه کړله. هغه وخت د ده عمر ۲۷ کاله وو نو د جرګې ځینو سپین ږیرو مشرانو ویلي ول ته (عبدالصمد خان اڅکزی) له موږ سره ځان پوه کړه نو ستا او د سرکار روغه به وکړو. خان شهید جرګې ته خپل بیان وکړ. نو په دا سبا سهار بیا جرګه کښېنستله او د جرګې یوه مشر بیان وکړ چې صمد خان په خپلو خبرو پښېمانه او توبه ګار دی. صمد خان اڅکزي هغه وخت جرګې ته وویل دا خبرې د ده غوږونه او وجدان نه قبولوي چې دی به معافي غواړي. زه به د څه شي معافي غواړم. زما قام به څه وايي. له دغه پس بیا خان شهید ونیول شو او په مچ زندان کې یې درې کاله بندي کړ.
خان شهید په خپل ژوندلیک کې وايي په زندان کې سوچ مې کاوه چې د پښتنو دا سادګي او د مشرانو بلمخي او له انګرېز سرکار سره په یوازې سر ډغره وهل دا به نو څنګه کېږي. نو مې دا فیصله وکړه چې ۲۱ ورځې به روزه نیسم. د زندان یوه چارواکي راڅخه وپوښتل چې ولې روزه یې ما ورته ویل چې یو ډېر اوږد او ستړی مزل راترغاړې دی چې له تکلیفونو سره یې مخکې بلد شم. دی وايي د ۲۱ ورځنۍ روزې تر ماتولو وروسته مې له ځان سره دا لوړه او ژمنه وکړه چې د خپل قام له مبارزې به هېڅکله نه پرشا کېږم او نه به له انګرېز سرکار سره روغه کوم.