د جمهور رییس دویم مرستیال په هېواد کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالۍ د اندېښنې وړ ګڼي.
سرور دانش دغه څرګندونې نن په کابل کې یوې ناستې ته وکړې.
''په خواشینۍ سره له ټولو هغو پرمختګونو سره چې نن ورځ د ښځو د وضیعت ښه کېدو او حقونو تامین په برخه کې شوی دی لاهم د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي موضوع د اندېښنې وړ ده.''
د افغانستان ښځو چارو وزارت د معلوماتو په اساس د روان لمریز کال له پیله تراوسه له دوی سره د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي نېږدې درې زره څلور سوه قضیې ثبت شوې دي.