"پر ښځو د تشدد مخنيوي پر قوانينو عمل نه کيږي."

پنجاب کې نطيران په نامه ميرمن چې د تيزاب شيندنې قرباني شوې

په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د بشري حقونو لپاره کارکونکې ادارې وايي، سږ کال په یادو صوبو کې د ښځو په وړاندی د تشدد پېښې زیاتي شوې دي چې لویې وجې یې د تعلیم کمی او قوانیونو نه عملي کیدل دي. خو حکومتي چارواکي بیا ادعا کوي چې د ځينو ګامونو پورته کولو وروسته د ښځو حقونه تر ډیره خوندي شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر له پنځه ويشتمې نېټې څخه دسمبر لسمې پورې په پيښور کې د عورت فاونډیشن ادارې لخوا د ښځو د حقونو په اړه د پوهاوي شاړس ورځنې کمپاین دوم لري.

د عورت فاونډیشن یوې مشرې صایمه منیر مشال ريډيو ته وويل چې سږکال په خیبر پښتونخوا کې د ښځو غیرت په نامه وژنې او ځانوژنې خطرناکې کچې ته پورته شوې دي.

((په خیبر پښتونخوا کې د ښځو پر ضد د تشدد ډیرې پېښي رپورټ کیږي خو دې برخه کې حکومت لاتر اوسه سمه قانون سازي نده کړي. په خیبر پښتونخوا کې نه یواځې د ښځو ضد د تشدد پېښي زیاتې شوې بلکې ښځې د تعلیم او په جایداد کې د خپلې برخې نه ترلاسه کولو ستونزو سره هم مخ دي.))

د پاکستان تحريک انصاف ګوند پر ښځو د تشدد مخنيوي لپاره يو بيل جوړ کړی چې د اسلامي نظرياتي کونسل له خوا رد شوي دی

دا په داسې حال کې ده چې دې ورستیوو کې تعليم لپاره کار کوونکې ادارې، الف اعلان چارواکو مشال راډیو ته ویلي وو چې په پاکستان کې زیاتره په پښتنو سیمو کې ماشومان له سکولونو بهر دي چې پکې زیاته شمیره د جینکو ده.

هلته د پاکستان تحریک انصاف ګوند او د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړې نګینه خان وايي د تحریک انصاف په مشری صوبايي حکومت د ښځو د حقونو یقیني کولو او تشدد ختمولو لپاره په قانون سازۍ کار کوي.

((د تحریک انصاف په مشری صوبايي حکومت د ښځو حقونو خوندي کولو لپاره پر هغه بيل بیا کار پيل کړی دی چې دی ورستیوو کې اسلامي نظریاتي کونسل ته د مشورې لپاره لیږل شوی وو او هغوی رد کړی وو. موږ اوس پر دې بيل کار کوو تر څو دا يقيني کړو چې کومه برخه يې د اسلامي تعليماتو خلاف نه وي.))

د بشري حقونو ادارې بیا د بلوچستان په اړه وايي چې په دغه سیمو کې مطبوعات ډير فعاله نه دي نو ځکه يې پر ښځو د تشدد پېښې سمې نه رپورټ کيږي.

د بلوچستان د بشري حقونو کمیشن یو مشر طاهر حسین مشال ريډيو ته وويل: ((په بلوچستان کې ورځ تر بلې د ښځو په وړاندی د تشدد پېښې زیاتیږي چې مهمه وجه یې په خلکو کې د تعلیم کمې دی. سږ کال زموږ ادارې سره پر ښځو د تیزاب شیندو دولس او د غیرت په نامه وژنو شاوخوا ۴۰ پېښې رپورټ شوې دي.))

بلخوا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د بلوچستان اسمبلي غړی سپوږمی اڅکزی وايي چې دا مهال په صوبايي اسمبلۍ کې دولس ښځینه غړی دي او د ټولو دا هڅه ده چې حکومت د ښځو حقونو په اړه قوانین جوړ کړي.