په پېښور کې وسلوالو پرون د ترهګرۍ ضد د پوليسو څانګې DSP، رياض السلام خان وژلی دی.
د پېښور د پوليسو يو چارواکې سجاد خان مشال راډيو ته وويل چې د پولیسو دغه وژل شوی مشر د خالي په ورځ د خپل زوی سره لمانځه ته روان وو، چې وسلوالو پري ډزې وکړې.
د دې پېښي ذمه واري تحريک طالبان پاکستان او جماعت الحرار ډلو منلې ده.