قبایلي زدکونکیو د شوکت عزیز د خلاصون لپاره مظاهره وکړه
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د قبايلي سيمو زده کونکیو سازمان د یکشنبې په ورځ د خپل یو ملګري شوکت عزيز د ګرفتارۍ خلاف د پيښور پریس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه.
په دې موقع د قبايلي سيمو زده کونکیو سازمان مرستیال مشر محمد ادریس مشال راډیو ته وویل، د ايف سي ار قانون ختمولو لپاره تحريک چلونکي او تر ۳ ايم پي او قانون لاندی نيول شوی شوکت عزیز دې زر تر زره خوشې کړل شي.
بلخوا نن د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر مشتاق غني مشال راډیو ته وویل چې د جمعې په ورځ د فاټا اصلاحاتو په اړه په پېښور کې له غونډې وروسته شوکت عزیز لانجه رامنځ ته کړه او وروسته بیا د ډپټي کمیشنر په دفتر کې یې خلکو ته ګواښونه وکړل نو ځکه ونیول شو.
نور تفصیل په دې ویډیويي راپور کې چې ځلان یوسفزي جوړ کړی دی.