رېکس ټیلرسن د امریکا بهرنیو چارو نوی وزیر ونومول شو

په عین حال کې په کانګرس کې زیاتره کسان پر ټیلرسن له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د نېږدو اړیکو ساتلو له کبله نیوکې کوي.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېلو یوې ادارې مشر رېکس ټیلرسن د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر په توګه نومولی دی. ډونلډ ټرمپ هغه د یوه لوړ پوړي ډیپلوماټ په توګه یاد کړ او یې ویل چې دی به د امریکا بهرنۍ تګلارې په برخه کې شویو تېروتنو ته له بیا کتنې-کولو سره حالات سم کړي.

ډونلډ ټرمپ د نهې په ورځ په ویسکونسن کې د یوه لاریون پر مهال د ټیلرسن رېکس ن ستاینې کولو سره وویل، هغه د نړی په سترو کامیابو سوداګرانو کې یو دی چې د امریکايي ولس خوبونه به پوره کړي.

په عین حال کې په کانګرس کې زیاتره کسان پر ټیلرسن له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د نېږدو اړیکو ساتلو له کبله نیوکې کوي.

سېنېټر جان مکین ویلي د ټیلرسن له ولسمشر پوتین سره اړیکې د اندېښنې وړ دي.

مقاله د ټیلرسن د تېلو یوې ادارې اېکسون موبیل کمپنۍ په اړه لیکي چې د اېکسون موبیل کمپنۍ په روسیه کې د تېلو را-اېستلو په لړ کې ډېرې ګټې ولې او هغه پر مسکو د واشنګټن پر هغو لګېدلیو بندیزنو نیوکې کړې وې چې له وجې یې د ټیلرسن کمپنۍ په روسیه کې ځینو پروژو بندولو ته اړ شوې وه.

ولسمشر پوتین په ۲۰۱۳م کال کې ټیلرسن ته یوه جایزه هم ورکړې وه او ویلي یې ول چې نوموړی د تېلو او انرژۍ په برخه کې د همکارۍ زیاتولو لپاره ښه کردار ترسره کړی وو.

د بهرنی پالیسۍ په برخه کې د ولسمشر پوتین ملګري یوري اوشاکوف د ډونلډ ټرمپ له هغې اعلان لږ شېبه وروسته وویل چې د تجارتي همکارۍ په نتیجه کې ټیلرسن د روسيې چارواکیو لپاره زیات پېژندل شوی تن دی.

نوموړي زیاته کړه چې نه یواځې د روسیې ولسمشر بلکې د روسیي ټول حکومتي غړي له ټیلرسن سره ښې تجارتي اړیکي لري او هغوی د اېکسون موبیل کمپنۍ مشر ته د سوداګرۍ په برخه کې یو ډېر مسلکي تن په سترګه ګوري.

د راپورونو له مخې ولسمشر پوتین او ټیلرسن په لومړي ځل په ۱۹۹۰مې لسیزه کې هغه مهال لیدلی ول چې نوموړي د روسيي په ختیځ کې په ساخالین جزیره کې د اېکسون موبیل د یوې پروژې مشري کوله.

د دواړو مشرانو ترمینځ اړیکې په ۱ ۲۰۱م کال کې هغه وخت زیاتې نېږدې شوې چې اېکسون موبیل کمپنۍ د روسیې له یوې ادارې سره په شمالي قطب او سایبېریا کې د تېلو موندلو او را-اېستلو لپاره یوه تړون لاسلیک کړ.