د بار وړونکو موټرو مالکانو کاري اعتصاب کړی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بار وړونکو موټرو مالکان او چلوونکي وايي، افغانستان او پاکستان کې له دوی څخه د غیر قانوني پيسو د اخیستلو له امله‌يې کاري اعتصاب کړی دی. دوی د سې شنبې په ورځ د تورخم ښارګوټي ته نېږدې د ډکې په سیمه کې خپلې موټرې د اعتراض په ډول درولې وې او په خبره‌يې د تورخم هاخوا ترې پاکستاني پولیس په یوه او بله بهانه پیسې اخلي او کله چې له تورخم راواوړي دلته ترې ګمرک، ټرانسپورټ، ټرافیک او په ځينو نورو ادارو کې هم د قانوني پرچې ورکولو پرته ترې پیسې اخلي چې د دوی مزدوري په‌کې له‌منځه ځي.