پاکستان: د افغان حکومت او طالبانو ترمنځه سنجیده مزاکرات په کار دي

د پاکستان بهرینو چارو وزارت وايي، چې په افغانستان کې سوله او ثبات راوستو په غرض د افغان حکومت طالبانو ته مزاکراتو لپاره یوه مثبته اشاره ورکړې ده.

د پنجشنبې په ورځ د بهرنیو چارو دفتر په اونیزه خبري غونډې کې د دې پوښتنې په اړه چې د افغان طالبانو او د روس ترمنځه مخ په زیاتېدونکې اړیکو افغان حکومت او امریکا له اندېښنې سره مخامخ کړي دي، د بهرنیو چارو دفتر ویاند نفیس زکریا وینا وه چې پاکستان دا باور لري چې د افغانستان شخړې سیاسي او پرامنه حل راوځي.

نفیس زکریا زیاته کړه چې په افغانستان کې سوله او ثبات راوستو لپاره پاکستان د مري مزاکرات وکړه او د څلور اړخیز هېوادونو د غونډې په لړ کې یې د خپلې برخې کردار ادا کړې ده.

“د افغانستان شخړې د ټولو مناسبه لار د افغان حکومت او طالبانو ترمنځه سنجیده مزاکرات دي.دې په اړه به افغان حکومت له د خبرو اترو مېز ته طالبان راوستو لپاره نه صرف مثبته اشاره ورکول وي بلکې ورته به ضروري مراعات هم ورکول وي. د یو پوځي لار د انتخاب امکان ختمولو لپاره به دا په افغانستان کې د سولې بهر یو ښه متبادل وي”

په دې ورستیو کې په کابل کې د روس سفیر له مطبوعاتو سره په خبرو کې ویلي وو چې له افغان طالبانو سره ژورې اړیکې نه لري خو دا یې ویلي وو چې د حکومت اړیکې یې د خپل ولس حفاظت او د سولې بهیر مخ په وړاندې د تلو په موخه ده.