قامي اېکشن پلان دوه کاله وروسته

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ۲۰۱۴م کال د دسمبر پر ۱۶مه په پېښور کې وسله والو طالبانو په ارمي پبلیک سکول بريد وکړ او د ۱۳۲ زده کوونکو په شمول يې ۱۴۹ کسان ووژل. تر دې وروسته پاکستان د ترهګرۍ ځپلو لپاره قامي کړنلارې (نېشنل ايکشن پلان) اعلان کړ. مليحه اميرزاده دغه پلان ته کتنه کړې چې په تېرو دوو کلونو کې څومره عمل پرې شوی دی.