ضیاالله اپریدی: وزیراعلی پروېز خټک درغل دی

له ښي لورې ضیاااله اپریدی، د تحریک انصاف مشر عمران خان او د خېبر پښتونخوا وزیراعلی پروېز خټک

له ښي لورې ضیاااله اپریدی، د تحریک انصاف مشر عمران خان او د خېبر پښتونخوا وزیراعلی پروېز خټک

د پاکستان تحریک انصاف ګوند صوباېي اسمبلۍ غړي او پخوانۍ وزير ضیا الله اپریدي په وزيراعلي پرويز خټک د بډو رشتونو او د سياسي غچ اخېستو تورونه لګولي دي.

نوموړي د خالي په ورځ په پيښور کې خبري کانفراس ته د وینا پر مهال دعوي وکړه چې د وزيراعلی د رشوتونو اخستو ثبوتونه يې د ګوند مشر عمران خان ته ورکړي دي:

ده زیاته کړه:

« پروېزخټک د پارټۍ او د پښتنو دښمن دی، صوبه یې هم وروسته کړه، د پاکستان تحریک انصاف یې هم تبا کړ، ما عمران خان او د سپریم کورټ مشر نه اپیل کړی چې د دې کیسونو پلټنه دې وشي.»

د خيبر پښتونخوا وزيراعلی پروېزخټک د دغو تورونو په اړه څه نه دي ويلي. ضیا الله اپریدی چې د خېبر پښتونخوا په کابینه کې وزیر و، څه موده مخکې د درغلۍ د تورونو له وجې له دندې ګوښه او جېل ته لېږل شوی و.