په مومندو کې د ایف سي ار خلاف مظاهره وشوه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مومند قبایلي سیمې سیاسي اتحاد د یکشنبې په ورځ په غلنۍ کې د FCR قانون خلاف مظاهره وکړه. د مشال راډیو خبریال وايي د جمیعت علما اسلام ګوند نه پرته نورو ټولو ګوندونو په دې مظاهره کې برخه واخېستله. مظاهره چیانو غوښتنه کوله چې د انګریزانو له زمانې راهېسې د پاتې دغه سرحدي قانون دې زر تر زره خاتمه وشي.د سیاسي ګوندونو مشرانو د ایف سي ار قانون خلاف مظاهره کې ویناوې وکړې او دا یې هم وویل چې ترڅو یې غوښتنې منلې شوې نه وي نو دوی به د احتجاجونو لړۍ جاري ساتي.د مشال همکار شاهنواز ترکزی پرې ویډیويي راپور لري.