د قبایلو ټولو وګړو ته د هغوی جمهوري حقونه ورکړئ: اڅکزی
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي د قبایلي سیمو ټول ولس – ښځې او نر – ته دې د هغوی جمهوري حق ورکړل شي چې خپله راتلونکې خپله وټاکي. نوموړي د یکشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د ګوند بنسټښود خان شهید عبدالصمد خان اڅکزي ۴۳م تلین غونډې ته په وینا کې د قبایلي سیمو اصلاحاتو په اړه دوه وړاندیزونه ورکړل. ویډیويي رپورټ وګورئ.