د برلین پولیس وايي، پرون ماښام، د دغه ښارد ګڼې ګوڼې نه په ډک یو بازار کې، چې خلکو پکې د کریسمس خوښۍ لمانځلې، یو تن خپله لارۍ پر خلکو خېژولې چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.
د جرمني پولیس وايي داسې ښکاري چې دا یو قصدي برید و، خو دوی بیا هم د پېښې پلټنه کوي.
پولیسو د کریسمس مارکیټ سره نږدې یو تن نیولی چې د دوی په وینا د لارۍ چلونکی دی. د لارۍ د سپرلۍ پر سیټ ناست یو بل تن بیا که څه هم ډاکټرانو یې د ژغورلو هڅه کوله، په دې پېښه کې وژل شوی دی.
نیول شوی تن د افغانستان / پاکستان نه راغلی کډوال معلومیږيد جرمني امنیتي سرچینې
ډي پي ای خبري اژانس، د امنیتي سرچینو د معلوماتو په حواله لیکلي، نیول شوی تن احتمالا د افغانستان یا پاکستان نه د پنا غوښتونکي په حیث دغلته راغلی و.
د پولینډ TVN 24 تلویزون راپور خپور کړی چې، په دغه مشکوکه برید کې کارونکې لارۍ د پولینډي کمپنۍ پورې تړاو لري. د جرمني پولیس وايي دوی د دې خبرې د اندازې لګولو هڅه کوي چې دغه لارۍ به ښايي تښتول شوې وه.