اوبه نشته، تیار باغونه وهل کېږي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په بلوچستان کې له تېرو پنځو کلونو راهیسې وچکالۍ نه یوازې مالدارۍ ته زښته ډېر زیان رسولی دی بلکې د کروندګرو کرکېله یې له نابودۍ سره مخامخ کړې ده. د مشال راډيو خبریال ایوب ترین د پښین ولسوالۍ ته ورغلی او په خپل راپور کې وايي چې هلته د اوبو کچه دومره لاندې شوې چې کروندګر خپل تیار باغونه وهي. ولس د اوبو زېرمه ولو لپاره له حکومته د بندونو جوړولو غوښتنه کوي.