۳۵ میلیونه ماشومانو ګوزڼ ضد څاڅکي واخېستل

په پاکستان کي د ګوزڼ ضد درې ورځنی کمپاینچې درې نيم کروړه ماشومانو ته پکې څاڅکي ورکړل شول پای ته ورسېدلو. د پاکستان ګوزڼ مخنيوي قامي ادارې له مخې چې کوم ماشومان د ځېنو سببونو له کبله له څاڅکو بې برخې پاتې شوي دي نو د هغوي لپاره به دغه کمپاین دوه اوونۍ نور وغځوي۔

د پاکستان پوليو مخنيوي ادارې چارواکي ډاکټر رانا محمد صفدر مشال رېډيو ته وويل چې په کمپاين کې۹۷ فيصده ماشومانو ته څاڅکي ورکړل شوي دي او کوم ماشومان چې پاتې شول نو هغې لپاره به دا کمپاين نورې دوه هفتې جاري وي۔

د يادې ادارې په خبره اوس هم په پوره ملک کې تر څلوېښت زرو پورې میندې او پلرونه خپلو مشاومانو ته د پوليو څاڅکو له ورکولو ډډه کوي. دوی وايي چې د هغوی رضاکولو لپاره به له دیني عالمانو مرسته اخېستل کېږي.

په دې انکاري کېسونو کې د يو شمير تعلق د خېبر پښتونخوا له جنوبي ضلعو، بلوچستان او د سیند لهلیرې پرتو سيمو دی۔

ډاکټر رانا زياته کړه چې د پاکستان هغه لیري پرتې سیمي چې افغانستان سره پوله لرې پکې د پوليو وايرس خطر اوس هم شته او هم دا شان د سيند صوبې ځينې ځايونه د ګوزڼ وايرس له وجې حساس ګرځول شوې دي۔ خو د صحت محکمې او پوليو مخنيوي ادارو لخوا هلته وخت پر وخت په دې لړ کې ګامونه پورته کوي۔

د پاکستان د صحت د وزارت ترمخه چې سږ کال پاکستان کې د پولیو نولس کېسونه دي ، په کال ۲۰۱۴کې درې سوه او شپږ او کال ۲۰۱۵ کې څلور پنځوس کېسونه مخې ته راغلې وو.

سږ کال اته کېسونه له خېبر پښتونخوا، اته له سینده، یو له بلوچستانه او د قبایلي سیمو له جنوبی وزیرستانه دوه کېسونه رپورټ شوي دي.