د افغانستان له ګډونه پرته د ماسکو غونډه ګټه نه لري

اسلام اباد: د پاکستان په سېنټ کې د بهرنیو چارو د قايمه کمېټۍ غړی سنېټر داود خان اڅکزی وايي ، پاکستان باید لومړی په خپلو تګلارو کې بدلون راولي هغه ځکه چې د پاکستان امن د افغانستان له امن سره تړلی دی.

د عوامي نشنل ګوند مخکښ سېنټر محمد داود خان اچکزي مشال رایډیو ته وویل ، په کار ده چې پاکستان لومړی له افغانستانه سره د ترهګرۍ په ګډون پر یو شمېر نورو مسلو خبرې وکړي او له وروسته د سیمې له نورو هیوادونو سره په دې اړه غونډې وکړي.

هغه وویل چې په افغانستان او سیمه کې د امن لپاره ضروري ده چې افغانستان په اعتماد کې واخیستل شي ګني د ده په وینا ، له نورو هیوادونو سره کېدونکې خبرې اترې به هیڅ ګټه او نتیجې ونه لري.

سنېټر داود خان اڅکزي دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې دي چې د سېشنبې په ورځ د روس په پلازمېنه ماسکو کې د کوربه هیواد روس ، چین او پاکستان ترمنځ غونډه شوې ده.

د افغانستان حکومت او د مشرانو جرګې غړو پر دې غونډه نیوکې کړې دي او دا یې له دې کبله د ګټې پر ځای زیان رسونکې بللې ده چې افغان چارواکي پکې نه دي بلل شوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاند نفيس زکريا امریکا ږغ راډیو ته ویلي چې دا غونډه د افغانستان په ګډون د ټولې سیمې د د امن او کرارۍ لپاره ده.

د نړیوالو چارو کارپوه او په کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند وايي چې د افغانستان له ګډونه پرته ممکنه نه ده چې د داسې غونډې به څه ګټه ورې نتيجې راووځي،

رستم شاه مومند پوښتنه راپورته کړه چې ایا پاکستان څه نوی پروګرام لري چې داسې غونډه یې رابللې ده؟

هغه وویل ، په کار ده چې کله هم د افغانستان په اړه څه غونډه وي نو دې هیواد ته پکې ګډون ورکړل شي.

خبریال او شنونکی طاهر خان وايي روس، چين او پاکستان دا نظر لري چې په افغانستان کې د روان جنګ اثرات یوازې تر ياد هیواده نه دي محدود بلکې خپاره شوي دي.