د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، په تېرو نهو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې افغان پولیسو د یاغیانو تر ۴۰۰ ډېر قوماندانان وژلي دي.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل:
"۴۲۰ تنه هغه کسان وو چې د پولیسو ځانګړو قطعاتو له لوري د افغانستان په بېلابېلو برخو کې لهمنځته وړل شوي دي. دا د طالبانو د بېلابېلو کچو کسان دي، د سرګروپانو په سطحه په کندز، بغلان، ارزګان، فراه، ننګرهار او نورو سیمو کې چې طالبان پهکې فعاله دي، په جګړو کې داخل وو."
صدیقي زیاته کړه چې په دغو وژل شویو کسانو کې بهرنیان هم شامل دي.
د صدیقي په وینا د پولیسو له لوري د طالبانو تر ټولو ډېر قوماندانان په کندز کې وژل شوي دي.